د سينهوا اژانس د خبر له مخې په ترکيه کې د امريکا سفارت او په امريکا کې د ترکيې سفارت د روانې مياشتې په شپږمه نېټه په وار سره اعلان وکړ چې له مهاجرينو پرته د يوې برخې ويزې خدمتونه بيا پيل کړي.
د همدې ورځې په ماسپښين په ترکيه کې د امريکا سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان کړی چې له همدې وخت څخه به په ترکيه کې له مهاجرينو پرته د نورې ويزې غوښتنليکونه ومني.
نوموړي سفارت وويل چې د ترکيې لوړ پوړو چارواکو تائيد کړی چې په دې سفارت کې به د نورو ځايي کارکوونکو پلټنه ونه کړي او دغه کارکوونکی به د خپلې دندې د تر سره کولو له امله ونه نيسي.که ترکيه د اړوندو کارکوونکو نيول وغواړي ، تر هر څه لومړی به د امريکا حکومت ته خبرتيا ور کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |