د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پولنډ ولسمشر اندرزيج دودا د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د عراق له ولسمشر فواد معصوم سره ملاقات وکړ او په سياسي، پوځي او اقتصادي برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ بحث وکړ.
تر هغه وروسته په يوه خبري ناسته کې دودا وويل چې د تېرې پيړۍ په درېيمه لسيزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې د دواړو خواوو عنعنوی دوستي ټينګه شوې چې نه يوازې په ديپلوماتيکه ساحه کې بلکې په اقتصادي چارو کې ښې پايلې تر لاسه شوي دي.هغه وويل چې پولنډ د سولې د بيارغونې او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د عراق کوششونه کتلي دي.
معصوم له پولنډ څخه مننه څرګنده کړه چې رله عراق څخه يې پوځی ملاتړ کړی ول او پر دې يې ټينګار وکړ چې د عراق بيا رغونه د پولنډ په شان همکارانو ته اړتيا لري. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |