CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو اړيکو کې به نوي برياليتوبونه تر لاسه شي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-07 15:24:18

د روان کال په جون مياشت کې د چين او امريکا حکومتونو د چين بازار ته د امريکا د غوايي غوښو د ننوتلو په اړه موافقه وکړه. د تېر سپتمبر په سر کې د امريکا د لومړۍ ډلې ۱۵ ټنه د غوايي يخ شوې غوښه د شانګهای له بندر څخه چين ته ورسېده. له دې څخه ښکاري چې د امريکا د غوايي غوښه په زياته پيمانه چين ته صادرېږي.

د امريکا غوايي غوښه د چين بازار ته ننوتل د چين او امريکا ترمنځ د سل ورځني پلان په اړه يو برياليتوب دی. د روان کال په اپريل کې د امريکا په مارالګو کې د چين او امريکا د مشرانو تر منځ له ملاقات راهيسې، د هراړخيز اقتصادي ديالوګ په چوکاټ کې يې د خپلمنځي سوداګريزو اړيکو د هڅولو په هکله يو لړ تدبيرونه نيولي او د ليدو وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د سل ورځني پلان د تطبيق په موده کې چين ته د امريکا د مايع طبيعی ګازو د صادراتو په اړه د تګلارو په برخه کې خنډونه ګام په ګام لرې شوی، چين د بيلوژيکۍ توليداتو په اړه د امريکا پنځه غوښتنې منظورې کړې، امريکا ته د چين د چمتو شويو چرګانو صادرات او په امريکا کې د چين اړوندې پولي غوښتنې ګام په ګام عملي شوې.

په وروستيو کلونو کې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې په پر له پسې توګه ټينګې شوې او نوې مرحلې ته رسېدلې او رسېږي. څېړونکي وايي، د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو په ژورتيا سره د ګډو ګټو نوی ټکی هم رامنځته کېږي او د دواړو خواوو ترمنځ په اقتصادي همکارۍ کې ستر پټ ځواک شته. د مثال په توګه، امريکا د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې ډېره اړتيا لري، چين په دې برخه کې د پانګو، تکنالوژۍ او تجربو وړتيا لري، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ستر پټ ځواک لري.

د يوې شمېرنې له مخې، په ۱۹۷۹ کال کې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز ارزښت دوه اعشاريه پنځه مليارډه امريکايي ډالره و، په ۲۰۱۶ کال کې دغه رقم پنځه سوه څلورويشت مليارډو دري سوه مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی. اوس امريکا د چين د صادراتو تر ټولو لوی بازار دی. په نړيوال سوداګريز سازمان کې د چين له ګډون راهيسې، په ۲۰۱۶ کال کې چين ته د امريکا صادراتي ارزښت د ۲۰۰۱ کال په نسبت پنځه چنده زيات شوی. اوس چين د امريکا د زراعتي توليداتو تر ټولو لوی بازار ګرځېدلی دی. د سوداګرۍ پيمانې په زياتېدو سره د دواړو خواوو ترمنځ پانګونې هم هڅولې. د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې، په امريکا کې د چيني تصديو مستقيمې پانګې يو سلو لس مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې او امريکايانو ته يې د روزګار يو لک يو څلوېښت زره فرصتونه برابر کړي دي.

چين او امريکا په نړۍ کې تر ټولو دوه لوی اقتصادونه دي او عمومي اقتصادي اندازه يې د ګردې نړۍ څلوېښت سلنه نيسي، د توکيو صادراتي ارزښت يې د ګردې نړۍ يوه پر څلورمه برخه نيسي او په بهر کې پانګونې او راجلب شوې پانګونې يې په جلا جلا توګه د ګردې نړۍ دېرش سلنه نيسي. نو د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي پرمختګ اغېزه کوي، بلکې په ګرده نړۍ کې د سوداګرۍ او پانګونۍ له زياتوالي او د نړيوال اقتصاد له تمايل سره هم اړه لري.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د نومبر په اتمه نيټه چين ته سفر وکړي، دا د امريکا د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته چين ته د ده لومړی سفر دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د ده د سفر په ترڅ کې يوه عمده موضوع ده. موږ باور لرو چې د متقابل درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ تر اصولو لاندې به د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاري به له نوي فرصت سره مخ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای