د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان خبري رسنيو د نومبر په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمينه کابل کې د شمشاد ټلويزيون دفتر د وسله والو له بريد سره مخامخ شو چې له امله يې د يوې ښځې په شمول لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول.
دغه بريد پر ځايي وخت د همدې ورځې د سهار په لسو بجو او پنځه څلويښتو دقيقو وشو چې د خبري رسنيو په وينا دوو وسله والو پر امنيت ساتونکو د پردو په غوړولو سره د ټلويزيون ودانۍ ته ننووتل، پر کارکوونکو يې ډزې وکړې او له امنيت ساتونکو سره يې جګړه وکړه.
داعش د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |