د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په عراق کې د م م مرستندويه پلاوي د نومبر په ۷مه نيټه د کردانو له سيمې څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد د يووالي په اړه د عراق فدرالي سترې محکمې د فيصلې مراعات وکړي.
ياد پلاوي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د کردانو سيمه بايد د سترې محکمې د اړوندې پرېکړې مراعات وکړي او د عراق د اساسي قانون درناوی دې وکړي. په ياده اعلاميه کې راغلي چې د اوس لپاره تر ټولو بېړنۍ دنده د مرکزي حکومت او د کردانو سيمې د ځايي حکومت ترمنځ د سياسي خبرو اترو پيل دي.
په همدې ورځ په عراق کې د م م مرستندويه پلاوي مشر جان کوبيش د کرديانو سيمې مرکز ته تللی او هلته يې د کردانو سيمې د ځايي حکومت له صدر اعظم نېچيرون بارزاني سره وکتل.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |