CRI Online

روسيه به سږ کال په شمالي قطب کې دوه پوځي تجهيزات ځای پر ځای کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-08 10:46:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزير سيرګی شويګو د نومبر په ۷مه نيټه څرګنده کړه چې روسيه به د سږ کال له پای مخکې په شمالي قطب کې دوه مجموعي پوځي تجهيزات ځای پر ځای کړي چې دا به په شاوخوا سيمه کې د ځواکونو د ژر لېږلو په ګټه وي.

نوموړي په همدې ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت په يوه غونډه کې څرګنده کړه چې دوی اوس د شمالي قطب په سيمه کې د پوځي تجهيزاتو ابادي پرمخبيايي. د سږ کال له پای مخکې به په فرنز جوسف او نيو سيبريان ټاپوګانو کې دوه پوځي تجهيزات په کار ولوېږي. دا به د شمالي سمندري لارې د کنټرول لپاره ګټه ولري او په شمالي قطب کې د روسيې د اقتصادي فعاليتونو امنيت به تامين کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای