CRI Online

د جنوبي کوريا او امريکا ولسمشرانو د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې سوله ييز حل تکرار کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-08 10:47:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا ولسمشر مون جې ين د نومبر په ۷مه نيټه په خپل دفتر کې د امريکا له ولسمشر دونالډ ترمپ سره کتنه وکړه. دواړو مشرانو د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې سوله ييز حل تکرار کړ او له شمالي کوريا څخه يې غوښتنه وکړه چې د ذوري توغندي له څېړنيز پلان څخه لاس واخلي.

د خبر له مخې، دواړو خواوو د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه چې شمالي کوريا به د ذروي توغندي د څېړنې له امله له ديپلوماتيکې او اقتصادي انزوا سره مخامخ وي. که شمالي کوريا په بشپړه او ټينګه توګه له ځان نه خپلې ټولې ذروي وسلې پاکې کړي اواړوندې پلټنې ته اجازه ورکړي، نو په کوريا ټاپووزمه کې به د دايمي سولې ميکانيزم ټينګ شي.

دواړو مشرانو پرېکړه وکړه چې د جنوبي کوريا ساخت توغنديو لخوا د وړونکو ګوليو پر وزن محدوديت لغوه کړي او د ۲۰۱۷ کال لپاره د جنوبي کوريا او امريکا د توغنديو لارښوونه يې هم منظور کړې ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای