CRI Online

د پاکستان په کراچي کې د چيني بانک فرعي څانګه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-11-08 11:13:01

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د پاکستان په کراچي کې د چيني بانک فرعي څانګې د پرانيستلو مراسم د نومبر په ۷مه نېټه په اسلام اباد کې تر سره شول چې په جنوبي اسيا کې د چيني بانک د لومړې فرعي څانګې د پرانيستلو څخه څرګندويي کوي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين په خپله وينا کې وويل په وروستيو کلونو کې په پاکستان کې سوداګريز چاپيريال په پر له پسي ډول ښه شوی چې د بانکداري چارو پرمختګ ته فرصتونه برابرولی شي. په کراچي کې د چيني بانک د فرعي څانګې له جوړيدو څخه څرګنديږي چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ابادۍ ټولنې او خلکو ته ګټې رسوي. د پاکستان حکومت او مرکزي بانک به په دغه هېواد کې د چيني بانک په کارونو کې ورسره تر امکان پوري مرسته وکړي.

په پاکستان کې د چين د سفارت موقتي شارژدافير جاو لي جيان وويل چين او پاکستان هراړخيز ستراتيژيکي همکاريز دوستانه هېوادونه دي او د دغه پانک له پرانيستلو نه ښکاري چې د چين پولي بازار د پاکستان د اقتصاد د پرمختګ او ابادۍ په هکله باور لري او ورته په درنه سترګه ګوري. هغه هيله څرګنده کړه چې چيني بانک په پاکستان کې کارونه پياوړي کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستې ټينګولو او د اقتصادي پرمختګ لپاره نوي خدمتونه تر سره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای