CRI Online

د ۲۰۱۷ کال د ايپيک د سرمشريزې غونډې د چيني شپې په فعاليت کې د دغه سازمان له غړيو څخه غوښتنه شوي چې د سيمه ايز اقتصاد د يو ځای کيدو بهير پياوړی شي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-08 11:15:39

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال د ايپيک د سرمشريزې غونډې د چيني شپه په نوم فعاليت پر ځايي وخت د نومبر د ۷مې نيټې په شپه د ويتنام په دانانګ کې تر سره شو چې د چين او نورو هېوادونو څه دپاسه ۱۵۰ سيستوالانو او سوداګرانو په کې ګډون وکړ.

د چين د سوداګرۍ د هڅونې ټولنې مرستيال چن جو وويل روان کال د ايپيک د غونډو په اونې کې د چين د تصديو خاوندانو په فعاله توګه ګډون کوي چې د پلاوي د غړيو شمير له ۳۰۰ تنو څخه زيات دی چې د پخوا په پرتله لومړی زياتېدنه ده. هغه هيله لري چې د چين د تصديو خاوندان د ايپيک د غونډې له لارې خپل توان وښيي او د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې له تصديو سره تګ راتګ پياوړی کړي او د دې سيمې د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ لپاره نوي خدمتونه تر سره کړي.

د چين د سوداګرۍ وزير مرستيال وانګ شو وين وويل په تېرو شلو کلنو کې د ايپيک غړيو د سيمه ايز اقتصاد د يو ځايښت په برخه کې زيات لاس ته راوړنې تر لاسه کړې دي چې د ګمرکاتو مالياتو اندازه څه دپاسه پنځوس سلنه ټيټه شوه، سوداګريز ارزښت څلور چنده زيات شوی او له دې څخه څرګندېږي چې اقتصادي پرمختګ به لا زيات فرصتونه دې سيمې ته ګټې ورسوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای