د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال د نومبر ۷مه نېټه د روسيې د اکتوبر انقلاب د برياليتوب له سلمې کاليزې سره برابر دی. په دغه ورځ په روسيه کې د ياد انقلاب د يادونې لپاره زيات ټولنيز فعاليتونه تر سره شوي دي.
د همدې ورځې له غرمي وروسته د روسيي د فدرالي کمونېست ګوند، د کمونېستي ځوانانو ټولنې او د نورو هېواونو د څه دپاسه۱۳۰ ښې لاس ډلو غړيو د روسيې په پلازمينه مسکو ښار کې د يادونې مظاهره تر سره کړه.
د ۱۹۱۷ کال د نومبر په ۷مه نېټه د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د سياستوال ولاديمير لينين په مشرۍ د بولشيويک وسله والو ځواکونو د بورژوازي د موقت حکومت ړنګ کړ چې د شوروي واک يې جوړ کړ او په نړۍ کې د سوسياليزم لومړی هېواد رامنځته شو.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |