CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د زده کړې وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2017-11-08 14:01:32

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د ٢٠١٧ کال لپاره د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يعنې د اپيک د مشرانو د غونډو اوونۍ د ويتنام په دا نانګ کې پيل شوه.د اپيک د سکرتريت اجرائيوي مسئول علان بولارد د روانې مياشتې په اوومه نېټه وويل چې چين په پراخه توګه د اپيک له خوا په جوړو شويو فعاليتونو کې ګډون کړی او کوي يې.د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د اسيا او ارام سمندر سيمې ترمنځ د تګ راتګ لپاره د زده کړې وړ دی.

نوموړي تر هر څه لومړی په اپيک کې د چين رول وستايه او ويې ويل چې چين په پراخه توګه د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو لپاره په لايحو کې برخه اخيستې او د دې سازمان يو مهم غړی دی په تېره بيا په ٢٠١٤ کال کې په بېجينګ کې د اپيک تر غونډې وروسته يې د بېلا بېلو تدبيرونو د پلي کولو لپاره ډېر مهم رول لوبولی دی. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای