CRI Online

چين ته د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر نه مخکې په اقتصادي او سوداګريزو چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ په هکله بحثونه روان دي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-08 16:14:54

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د نومبر له اتمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پوري له چين څخه رسمي ليدنه وکړي او په دې ترڅ کې به د ټرمپ په پلاوي کې د امريکا سوداګر او د تصديو خاوندان د چين له اړوندو خواوو سره اقتصادي او سوداګريز فعاليتونه تر سره کړي او همکاريز تړونونه به لاسليک کړي. د چين تصدي او د هېواد په دننه او بهر کې اړوند متخصصان هيله لري چې دواړه هېوادونه خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او يو بل ته ګټې ورسوي.

اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ چين ته د ټرمپ سفر يوه مهمه برخه ده او بېلا بېلو خواوو د دغې همکارۍ د نژديوالي هيلې څرګندې کړې. د بيادي په نوم د چين د نويو انرژيو د ساينس او تخنيکونو تصدۍ اړوند مشر لي وې وويل (اواز)

د نويو انرژيو په وسيله د ترافيکي تاسيساتو جوړولو په برخه کې چين او امريکا لا نژدې همکارۍ کولی شي. د امريکا بازار ته د بيادي په نوم د نوې انرژۍ په وسيله بسونه په چيني بازار کې د اوو کلونو تجربې درلودلې چې د توليداتو کيفيت يې ډېر ښه دی. ولی زموږ توليدات په امريکا کې د هرکلي وړ دی؟ ځکه چې زموږ د توليداتو تخنيکونه په امريکا کې نشته. زما په اند د نوې انرژۍ په وسيله د ترافيکي تاسيساتو په ساحه کې به د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ لا ټينګې شي.

د خبري رسنيو د خبر له مخې، د ټرمپ په مشرۍ د سوداګرو او د تصديو د استازو پلاوي به چين ته د سفر په ترڅ کې د انرژيو په ساحه کې له چين سره د لا ټينګې همکارۍ کارونه تصديق کړي. د زياتو کارپوهانو په نظر بايد دا وپيژندل شي چې د چين د سوداګرۍ مثبت بيلانس د ټولې نړۍ د ارزښتناکو ځنځير سره اړيکې لري. د چين د بهرنې اقتصاد او سوداګرۍ پوهنتون د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ پوهنځي پروفيسر لو جين يونګ وويل (اواز)

امريکا ته زموږ لخوا صادرونکي توليدات مخکې تر زياتې اندازې پوري له جنوبي کوريا څخه امريکا ته صادر شوی. د جنوبي کوريا د تصديو خاوندان په چين کې تصدي جوړ کړي چې توليدات يې امريکا ته صادرېږي. مخکې له جاپان څخه امريکا ته صادرېدل او اوس د جاپان د تصديو خاوندان په چين کې تصدي جوړکړي چې توليدات امريکا ته هم صادرېږي. مخکې له اروپا څخه امريکا ته توليدات صادر شوی او اوس اروپايي تصدي په چين کې پانګونه کوي، د صنعتي جارو او د ارزښتناکو ځنځيرونو له لارې په چين کې له توليد وروسته بيا امريکا ته صادرېږي.

په امريکا کې د چين لوي سفير څوي تيان کای په وروستيو ورځو ک وويل که امريکا چين ته د لوړ تخنيکونو استعاملونکو ملکي توليداتو د صادرولو محدوديت کم کړي، تر زياتې اندازې پوري به چين ته د امريکا د صادراتو ارزښت ډېر زيات شي او په اوږد راتلونکې کې د دواړو هېوادونو تر منځ د غير بيلانس مسئلې د حلولو لپاره به ګټور وي.

د امريکا د سوداګرۍ پخوانې استازې ميرمن چارليني بارشيفسکي وويل د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنه د منلو وړ نه ده. (اواز)

زما په نظر چين او امريکا د ټولې نړۍ د اداره کولو په سيستم کې ډېرې مهمې دندې لري او بايد يو بل ته د ګټو رسولو پر بنسټ دوه اړخيزې اړيکې جوړې کړي، خو د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنه د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی.

اوسمهال په بېلا بېلو ساحو کې د چين او امريکا تر منځ اړيکې لا نورې ټينګې شوې او په اقتصادي او سوداګريزو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ نوي پړاو ته رسيدلی دی. د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ پوهنتون پروفيسر څوي فان وويل (اواز)

زما په نظر د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو مهم ټکي د سوداګريزو توکو له ساحې څخه د پانګو، تخنيکونو او استعداد لرونکو کسانو بازار پراخوي. د سوداګريزو توليداتو بازار په عمده توګه مالونه او خدمتونه دي چې په اوږده موده کې د سوداګرۍ د نابرابرې مسئله لري.نو په راتلونکې کې سيالې او همکارۍ به د پانګو، تخنيکونو او استعداد لرونکو کسانو په ساحه کې پراخې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای