په افغانستان کې د م م مرستندویه ګروپ د روانې میاشتې په ۷ مه د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ راهیسي په دې هیواد کې پر مذهبي ځایونو او شخصیتونو بریدونه تر ډیرې اندازې پوري مخ پر زیاتیدو دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې په دغه موده کې اړوندې ۴۲ پیښې رامنځته شوي چې په نتیچه کې یې ۲۶۱ تنه مړه شوي او ۵۷۲ تنه نور ټپيان دي چې دغه رقم له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پوري د بریدونو د عمومي شمیر په پرتله دوه چنده دی.
په یاد راپور کې دا هم ویل شوي چې د وسله والو د برید عمده موخه شیعه مسلمانان او حکومت پال مذهبي کسان دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |