CRI Online

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن يې ميلانيا ټرمپ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي يوان په ملګرتيا د بېجينګ د امپراطوري ماڼۍ د موزيم سيل وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-11-09 16:01:02

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن يې ميلانيا ټرمپ د نومبر د اتمې نېټې له غرمي وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي يوان په ملګرتيا د بېجينګ د امپراطوري ماڼۍ د موزيم سيل وکړ او په ګډه يې د باو يون په ماڼې کې چای وڅښه، خبرې اترې يې وکړې او د تاريخي اثارو د ترميمولو ښودنې او د ارزښتناکو تاريخي اثارو نندارتونه يې وکتل او د بيجينګ ډرامې يې ننداره کړې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بيجينګ ته له رسيدو وروسته سمدلاسه د بېجينګ امپراطوري ماڼۍ ته ولاړ او له چين څخه د کتنې لومړی فعاليت يې له همدې ځايه پيل کړ.رئيس شي جين پينګ وويل چې د امريکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ د ټاکل کيدو له يوه کال وروسته نوموړی له چين څخه ليدنه کوي. هغه وويل دا ځل چين ته د ټرمپ سفر ستر اهميت لري چې نه يوازي د چين او امريکا لپاره بلکې د نړۍ لپاره د پاملرنې وړ دی. يقين دی چې د دواړو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې به دغه سفر فعالې او مهمې لاس ته راوړنې تر لاسه کړي. رئيس شي جين پينګ ټرمپ ته د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ اوسني حالت او د چين د کمونېست ګوند تازه پای ته رسيدلي نولسم ملي کانګرس کې د مهمو موفقيتونو په هکله مالومات ورکړل. ټرمپ چين ته د سفر لپاره له مساعدو ترتيباتو څخه مننه څرګنده کړه،د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د برياليتوب او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه د شي جين پينګ د ټاکل کيدو په مناسبت رئيس شي ته يې مبارکې وويله، د چين د اقتصادي پرمختګ د برياليتوبونو ستاينه يې وکړه او چين ته د رسمي سفر د برياليتوب هيله يې وښودله.

ټرمپ په کمپيوټر کې رئيس شي جين پينګ او ميرمن پنګ لي يوان ته هغه ويډيوګاڼې وښودلې چې د ده خپلې لمسۍ ارابيلا په چينايي ژبه چينايي سندره وايي او چيني شعر لولي. (اواز)

ورپسي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ميرمن ميلانيا ټرمپ د رئيس شي جين پينګ او ميرمن پنګ لي يوان په ملګرتيا د امپراطوري ماڼۍ موزيم له دريو ماڼيو څخه ليدنه وکړه. ټرمپ دې ته ډېر حيران و چې د امپراطوري ماڼۍ ودانۍ ډېرې شاندارې دي او له علاقې نه ډکه په جدي توګه يې سيل کړ. دواړو مشرانو وويل (اواز)

شي جين پينګ: يوازي په چين کې کولتور نه دی پري شوی او په مسلسله توګه ساتل شوی دی.

ټرمپ: دا ستاسي اصلي کولتور دی.

شي جين پينګ: هو، همداسې ده موږ تر اوسه د پخوا په شان بڼې لرو، تور ويښتان او ژيړ پوستکی مو دي او د ښامار د ساتونکو په نامه ياديږو.

بيا وروسته دواړو مشرانو او د دوی ميرمنو د امپراطوري ماڼۍ په موزيم کې د تاريخي اثارو د ترميميدو له کارونو څخه کتنه وکړه.

يادو دواړو مشرانو او ميرمنو يې د لرغونو ساعتونو، له لرګيو څخه د جوړ شويو سامانونو، فولادي سامانونو، لوښو، منسوجاتو او انځورونو په شمول د تاريخي اثارو د ترميميدو د لار ښودنه او د ارزښتناکو تاريخي اثارو ښودنې وکتلې. د رئيس شي جين پينګ او ميرمن پنګ لي يوان په بلنه ولسمشر ټرمپ او د ده ميرمن د خطاطيو او انځورونو د ښکلا بهير کلي پړاونه وکتل. دواړو مشرانو په دې ترڅ کې د تارخي اثارو د ترميميدو په برخه کې د چين او امريکا تر منځ د پراخې او ژورې همکارۍ فعاله ارزونه وکړه.

په ماښام کې دوی د بېجينګ ډرامې وکتلې چې د ميلمانو په چکچکو بدرګه شوې. دواړو مشرانو د امپراطوري ماڼۍ له موزيم څخه د کتلو په وخت کې د هېواد د ادارې او د چين او امريکا تر منځ د اړيکو په شمول د ګدو علاقې وړ مسئلو په هکله هم د نظريو تبادله وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای