CRI Online

ناټو به افغانستان ته لا زيات ځواکونه ورولېږي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-10 09:34:12

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي جېنس ستولتنبورګ د نومبر په ۹مه نيټه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ناټو سرتېريو شمېر به له ۱۳ زرو نه ۱۶ زرو ته زيات شي.

د ناټو غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو په همدې ورځ د افغانستان په مرستندويه دنده کې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازيو سره يوه غونډه جوړه کړه. ښاغلي ستولتنبورګ تر دې غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د طالبانو د ځپلو په برخه کې د افغانستان امنيتي ځواکونو توان پياوړی شوی، خو امنيتي حالت لا تر اوسه له زياتو ننوګونو سره مخامخ دی. ناټو به په دوامداره توګه د افغانستان د سولې او ملي روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ وکړي او د امنيت پياوړتيا او د نوي نسل پوځي مشرانو د روزلو په موخه به ور سره مرسته وکړي.

هغه وويل چې اوس د ۳۹ هېوادونو کابو ۱۳ زره تنه د ناټو په مشرۍ د افغانستان په مرستندويه دنده کې برخه لري. په دغه غونډه کې د امريکا استازيو د جنوبي اسيا په اړه خپله نوې ستراتيژي او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د زياتولو پلان معرفي کړي، د ناټو ملګرو هېوادونو په راتلونکو څو مياشتو کې افغانستان ته د لا زياتو ځواکونو لېږل هم څرګند کړي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای