CRI Online

چين او امريکا د ۲۵۰ بيليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت همکاريز تړونونه لاسليک کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-11-10 16:13:40

د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په نهمه نېټه په ګډه د دواړو هېوادونو د تصديو خاوندانو تر منځ د خبرو اترو د پای په مراسمو کې ګډون وکړ او د انرژيو، صنعتي او کرهنيزو چارو په شمول ځينو برخو کې د سوداګريزو قراردادونو او د پانګونو تړونونو لاسليکول يې کتلی دی. د چين د سوداګرۍ وزارت خبر ورکړ چې چين ته د ټرمپ د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ۲۵۳ بيليارډو او ۵۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت همکاريز تړونونه لاسليک شول چې د دواړو هېوادونو حتی د ټولې نړۍ په اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کې يې تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی. د چين دولت رئيس شي جين پينګ وويل چې د چين او امريکا تر منځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ راتلونکی پراخ دی او دواړو خواوو ته به ګټې ورسوي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دواړو هېوادونو د تصديو خاوندانو تر منځ د خبرو اترو د پای په مراسمو کې وويل چې له واقيعتونو څخه څرګنديږي چې د اقتصاد او سوداګرۍ په ساحه کې به د دواړو هېوادونو د همکارۍ پټ توان قوی دی. (اواز)

په جلا توګه په نړۍ کې د لومړی لوی پرمختيايي هېواد او لومړي لوی پرمختللي هېواد په توګه په اقتصادي ساحه کې د چين او امريکا تر منځ همکارۍ د سيالۍ په نسبت ستر اهميت لري. موږ غواړو چې له امريکا څخه کرهنيز توليدات او انرژي وارد کړو او د خدمتي سوداګرۍ په ساحه کې ورسره همکارۍ پياوړې کړو، دغه راز موږ هيله لرو چې امريکا چين ته د ملکي تخنيکونو په وسيله د توليداتو صادرات پراخ کړي. موږ به د چيني تصديو هڅونه وکړو چې په امريکا کې پانګونه وکړي او د امريکايي تصديو او پولي څانګو هرکلي کوو چې د يو کمربند او يوې لارې په اړوند همکاريزو پروژو کې لاس ولري.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا د لس ګونو تصديو خاوندانو په وړاندې وويل چې چين به په په راتلونکې کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې ته دوام ورکړي او په چين کې به د بهرنيو تصديو لپاره لا خلاص، شفاف او معقول چاپيريال برابر کړي. (اواز)

ورخلاصون د چين يوه بنسټيزه تګلاره ده. بهر ته د چين د ورخلاصون دروازه به بند نه شي بلکې لا به پراخه شي. موږ به د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګريس د ستراتيژيکو ترتيباتو له مخې په بشپړه توګه د ورخلاصون نوې بڼه خلاصه کړو چې په چين کې د امريکايي تصديو په شمول د بهرنيو تصديو د کارونو چاپيريال به لا نور خلاص، روښانه او معقول وي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ وويل د چين او امريکا تر منځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د چټګې پرمختيا سره سره به ځيني اختلافونه رامنځته شي. دواړه خواوې بايد په مساواتو کې يو بل ته د ګټو رسولو او يو له بل سره د تفاهم پر روحيې ټينګار وکړي او د خبرو اترو او سلامشورو له لارې توپيرونه حل کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل امريکا غواړي چې د اقتصاد او سوداګرۍ او انرژيو په شمول ځينو برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د ګډې سمسورتيا هڅونه وکړي.ټرمپ د تصديو خاوندانو ته وويل (اواز)

ستاسي خدمتونه د چين او امريکا د سولې او سمسورتيا لپاره ډېر مهم دی او زموږ تر منځ همکارۍ به له فرصتونو ډک راتلونکی جوړ کړي. هيله لرم چې تاسي يو له بل نه زده کړه وکړئ، د اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا لپاره لاره پيدا کړئ او د همکارۍ لا زيات فرصتونه ومومئ او ګډې نظريې تر لاسه کړئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای