CRI Online

ویتنام او امریکا د همکاریو د پیاوړتیا نیت وشود

cri     (GMT+08:00) 2017-11-12 20:59:26
ویتنام او امریکا د همکاریو د پیاوړتیا نیت وشود

د ویتنام د دولت رئیس ترن دای کوانګ د روانې میاشتې په ۱۲ مه نیټه په هانوي کې د امریکا له ولسمشر دانولد ترمپ سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د تجارت او امنیت په اړه د خپلمنځيو همکاريو د پیاوړتیا هیله وشودله. د ویتنام او امریکا له خوا د خپرې شوې ګډې اعلامیې له مخې دواړو مشرانو د هندي سمندر او ارام سمندر سیمې د سولې آرامتیا او انکشاف د ساتلو په موخه بیلابیلو پشنیهادونو په اړه بحثونه وکړل او ویی ویل چې اوسنی همکارانه میکانیزم به ټینګ کړي او د بیلابیلو کچو تګ راتګ به هم وساتي. د دې ترڅنګ دواړو خواوو د ۱۲ ملیارډو امریکایي ډالرو په ارزښت تجارتي همکارانه تړونونه هم لاسلیک کړل.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای