CRI Online

شي جين پينګ د ويتنام کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 10:17:36

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۲مه نيټه د ويتنام په هانوی کې د دغه هېواد کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي نګوين پو ترونګ سره وکتل او سره يې خبرې وکړې. دواړو خواوو د يو بل پرمختيايي لاسته راوړنو مثبته قدرداني وکړه او له دې سره يې موافقه وکړه چې د چين او ويتنام ترمنځ دوديزې دوستۍ ته به دوام ورکړي، يو له بل سره د دوستانه تګلارې پر پلې کولو به ټينګار وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزې همکارۍ اړيکو ته به پرمختګ ورکړي او دواړو هېوادونو او خلکو ته به لا زياتې واقعي ګټې ورسوي.

دواړو مشرانو په جلا جلا توګه د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس، د ويتنام کمونېست ګوند او دولتي چارو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي شي جين پينګ څرګنده کړه چې چين او ويتنام ښه ګاونډيان، وفادار دوستان او نژدې همکاران دي. د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۶۷ کلونو راهيسې د پخوانيو مشرانو لخوا روزل شوې دوستي په پر له پسې توګه ټينګه شوې ده. د روان کال له پيل راهيسې، د دوو ګوندونو او هېوادونو د لوړ پوړيو مشرانو ترمنځ نژدې تګ راتګ ساتل شوی، په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې شوې او سياسي اړيکو يې هم ډېر پرمختګ کړی دی.

اوس مهال چين او ويتنام دواړه د اصلاحاتو او پرمختګ په يوه کليدي مرحله کې دي او د کورنۍ ابادۍ او دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ په برخو کې له بې سارې تاريخي فرصتونو سره هم مخامخدي.دواړه خواوې بايد د دوو ګوندونو او هېوادونو ترمنځ د اړيکو د عمومي حالت په کتو سره د خلکو د بنسټيزو ګټو په غور نيولو سره خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ ورکړي او ګډ پرمختګ دې ومومي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای