CRI Online

په عراق کې د ۷ اعشاريه ۲ درجې سختې زلزلې له امله لږ تر لږه ۴ تنه مړه شوي او سلګونه تنه ټپيان شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 10:28:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د عراق رسنيو خبر ورکړ چې د عراق په شمالي ولايت سليمانيا کې پر ځايي وخت د۱۲مې نېټې په شپه د سختې زلزلې له امله لږ تر لږه ۴ تنه مړه شوي او نور سلګونه تنه ټپيان شوي دي.

د عراق د کردستان رسنيو کورديش روداو نيوز خبر ورکړ چې د زلزلې مرکز ته نژدې داربانديخان ولسوالۍ کې ۴ تنه مړه شوي او نور لسګونه ټپيان نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د عراقي کردستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې پر ټويټر خبر ورکړ، چې زلزلې له امله څه د پاسه ۵۰۰ تنه ټپيان شوي دي او د سليمانيا ځايي شفاخانې د ټپيانو د درملنې لپاره طبي پرسونل، طبي الاتو او دارو درملو ته سخت ضرورت لري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای