CRI Online

د چين هانکانګ ځانګړې اداري سيمې له اسيان سره د ازادې سوداګرۍ او پانګونې په اړه تړونونه لاسليک کړل.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 10:46:44

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې حکومت او اسيان د نومبر په ۱۲مه نيټه د فليپين په مانيلا کې د ازادې سوداګرۍ او پانګونې په اړه تړونونه لاسليک کړل.

د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې حکومت د سوداګريزو او اقتصادي چارو ادارې مشر چيو تنګ هوا د اسيان د لسو هېوادونو اقتصادي چارو له وزيرانو سره د اسيان د ۳۱مې سرمشريزې غونډې په ترڅ کې ياد دوه تړونونه لاسيک کړل. دغه دوه تړونونه د مادي او خدمتي سوداګرۍ، پانګونې، اقتصادي او تخنيکي همکارۍ، د لانجو حل ميکانيزم او نورو ساحو په اړه دي. ښاغلي چيو تنګ هوا د لاسليک تر مراسمو وروسته څرګنده کړه چې دغه تړونونه به د سوداګرۍ او پانګونې د مرکز په توګه د هانکانګ رول پياوړی کړي او هانکانګ به د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې لا زيات خدمتونه تر سره کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای