CRI Online

د اسيان او د دغې ټولنې همکارانو د اسيان د جوړېدو ۵۰مه کليزه ونمانځله.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 10:48:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې يعنی اسيان د نومبر د ۱۲مې نيټې په شپه د فليپين په پلازمېنه مانيلا کې درانه مراسم تر سره کړل. د اسيان په ۳۱مه سرمشريزه غونډه او د ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه د مشرانو په مسلسلو غونډو کې برخوالو مشرانو په ګډه توګه د اسيان د جوړېدو ۵۰مه کليزه ونمانځله.

د فليپين ولسمشر دوترټ په يادو مراسمو کې څرګنده کړه چې فليپين به د ۲۰۱۷ کال د اسيان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د اسيان دننه هماهنګي پياوړې کړي، د اقتصادي چارو د يووالي بهير به پرمخ بوزي او د هر هېواد اقتصادي ځانګړتياوې به وساتي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای