CRI Online

د ٢٠١٧ کال لپاره د شينجيانګ د ځانګړو ميوو د معاملې غونډه په ګوانګ جو ښار کې پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 14:29:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ٢٠١٧ کال لپاره د شينجيانګ د ځانګړو ميوو د معاملې غونډه د روانې مياشتې په لسمه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پيل شوه.د شينجيانګ د څوارلسو سيمو او ښارونو ،اتياوو ولسواليو، دوو اورګانونو او تصديو درې سوه ډوله نوی ځانګړی ميوې په ګوانګ جو ښار کې د چين د صادراتي او وارداتي توليداتو د معاملې غونډې د پاجو په نوم غرفه کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

د چين د ځنګلونو چارو ادارې مرستيال ليو دونګ شنګ په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټه ،دولتي شورا د ميوو چارو ابادۍ او پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او د ميوو چارو پرمختګ د چين په کليوالو سيمو کې د اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو،د بزګرانو د عايداتو د ز ياتوالي او له بې وزليتوب څخه د ژغورلو او د خلکو د شتمنېدو لپاره يو مهم تدبير دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای