CRI Online

د چين او هند د شپږمې دورې فورم تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 15:04:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د نومبر له نهمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پورې د چين او هند د شپږمې دورې فورم په بنګلورو کې تر سره شو.په هند کې د چين اتاشه ليو جينګ سونګ،په بمبايي کې د چين عمومی قونسلګرجينګ شي په دې فورم کې ګډون کړی و.

د هند کارناتاکا ايالت لوړ پوړي وزير راويش سدرامايا د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې له دې فورم څخه ښکاري چې د علومو، ساينس او نوښت تر لارښوونې لاندې د چين او هند دوه اړخيزه همکاري نورهم پياوړې شوې ده او د دې فورم له امله به يادې اړيکې به نورې هم ټينګې شي.

جنګ شي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې چيني تصدۍ په شوق او ذوق سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا نژدې کېدو لپاره نه ستومانه کېدونکی کوښښونه کوي.چين او هند بايد د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ ته لازياتې پاملرنې وکړي .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای