CRI Online

د عراق او ايران ترمنځ سرحدي سيمه کې زلزلې څه د پاسه سل تنه وژلي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 15:24:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق او ايران ترمنځ سرحدي سيمې د نومبر د۱۲مې نېټې په شپه د ريکتر په کچه ۷ اعشاريه ۲ درجې سختې زلزلې ولړزولې، چې له امله يې د دواړو هيوادونو څه د پاسه سل تنه وژل شوي دي.

د امريکا جيولوجيکي څارنې رياست خبر ورکړ، چې د عراق سليمانيا ولايت حلابچه ته په ۳۲ کيلومترۍ کې پر ځايي وخت د نومبر د ۱۲مه نېټې د شپې په ۹ بجو او ۱۸ دقيقو د ريکتر په کچه ۷ اعشاريه ۲ درجې زلزله وشوه، چې ژوروالی يې ۳۳ اعشاريه ۹ کيلومتره و.

د ايران په لوېديځ ۱۴ ولايتونو کې زلزلې لړزولي دي، ځايي رسنيو د ايراني چارواکو په قول خبر ورکړی، چې تر اوسه پورې د يادې زلزلې له امله ۱۲۹ تنه مړه شوي او څه د پاسه زر تنه ټپيان دي.

په عراق کې ځايي چارواکي وايي چې ددې زلزلې له امله په سليمانيا ولايت کې ۶ تنه مړه شوي دي.

د عراقي کردستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې پر ټويټر خبر ورکړ، چې د يادې زلزلې له امله څه د پاسه ۵۰۰ تنه ټپيان شوي دي او د سليمانيا ځايي روغتونونه د ټپيانو د درملنې لپاره طبي پرسونل، طبي الاتو او دارو درملو ته سخت ضرورت لري.

د يادې زلزلې ټکانونه په ترکيه کې هم احساس شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای