CRI Online

شي جين پينګ د ويتنام د دولت رئيس تران دای قونګ سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 15:54:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه د ويتنام په پلازمينه هانوی کې د دې هېواد د دولت له رئيس تران دای قونګ سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ ويتنام ته مبارکي وويله چې د دې هېواد په سوسياليستي چارو کې خوځنده ځواک ښودل شوی او په دې هېواد کې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو غير رسمي غونډه په برياليتوب سره تر سره شوه. شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د يوه سوسياليستي ګاونډي هېواد او مهم همکار په توګه د يو شان سياسي نظام او ګډې پرمختيايي موخې د موجوديت له امله د دواړو هېوادونو د ګوندونو او خلکو برخليک په نژدې توګه تړل شوی دی .د چين دکمونېست ګوند او حکومت له ويتنام سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا لپاره به هڅه وکړي.

تران دای قونګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه د ټاکل کېدو له امله رئيس شي جين پينګ ته مبارکي هم وويله او د چين د لاسته راوړنو او د نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره د چين د مهمو خدمتونو لوړه ارزونه يې وکړه. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای