CRI Online

د نړيوال پولي فورم څوارلسمه کلنۍ غونډه به په ګوانګ جو ښار کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 16:05:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه د چين د ګوانګ جو ښار حکومتي مطبوعاتی دفتر په يوه خبري ناسته کې وويل چې د نړيوال پولي فورم څوارلسمه کلنۍ غونډه به د نومبر له ١٧مې نيټې څخه تر ١٩مې نيټې پورې په ګوانګ جو ښار کې تر سره شي.

دغه کلنۍ غونډه به د ګوانګ جو ښار د ولسي حکومت او د نړيوال پولي فورم له خوا په ګډه جوړه شي چي عمده موضوع يې نوی خوځنده ځواک، نوی پرمختګ او نوی جوړښت دی.د دې فورم رئيس او د استراليا پخوانی صدراعظم کيون لود په شمول دوه سوه مهم مېلمانه،اته سوه پولي استازي او مشهور پولي پوهان د دې غونډې په اړه يو لړ فعاليتونو کې ګډون وکړي.

د معلوماتو له مخې دغه فورم د ٢٠٠٣ کال په اکتوبر مياشت کې جوړ شو چې مقر يې د چين په بېجينګ کې پروت دی. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای