CRI Online

 د لبنان صدراعظم وایي ژر به بیرته ستون شي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 17:02:39
 د لبنان صدراعظم وایي ژر به بیرته ستون شي

د لبنان صدراعظم سعد حریری د روانې میاشتې په ۱۲ مه خبري رسنیو ته وویل چې هغه به د امنیتي شرایط له بشپړیدو وروسته د استعفا لپاره لبنان ته بیرته ستون شي. حریری په همدې ورځ په ریاض کې د لبنان له یو تلویزیون سره د مرکې په ترڅ کې دغه خبرې وکړې. دا د روانې میاشتې په ۴ مه نیټه په سعودي عربستان کې د ده له خوا د استعفا د اعلانولو وروسته د لبنان له خبري رسنیو سره لومړی مرکه وه.

نوموړي دا خبر رد کړ چې هغه په سعودي عربستان کې بند شوی او ویې ویل چې هغه اوس د خپل ځان د امنیت د ساتلو لپاره امنیتي شرایط او ترتیبات ارزوي او کله چې اړوند شرایط بشپړ شول هغه به ژر لبنان ته ولاړ شي او د اساسي قانون له مخې به د استعفا پروسه پوره کړي.

هغه یو ځل بیا ایران وغانده چې د لبنان د حزب الله له لارې د عربي هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای