CRI Online

د نومبر په ۱۱مه نېټه په چين کې د انټرنيټ له لارې د شيانو د اخيستلو په فيسټوال کې د معاملو ارزښت ۱۶۸ مليارډه او ۲۰۰ مليونه يوانو ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 17:22:47


د نومبر د يوولسمې نېټې د شپې په ۱۲ بجو، د عليبابا په (( تي مال )) انټرنيټي سوداګريزه ويبپاڼه کې د دوه زره اولسم کال لپاره د شيانو د اخيستلو فيسټوال پای ته ورسيد او د معاملو عمومي ارزښت يې يو سلو اته شپيته مليارډه او دوه سوه مليونه يوانو ته رسيده. په همدې ورځ د دوه سوه پنځه ويشتو هېوادونو او سيمو انټرنيټ کاروونکو په نومړې ويبپاڼه کې شيان اخيستي چې د فرمايش تړونونو شمېر يې يو مليارډ او څلور سوه اتيا مليونه يوانه و، د مالونو د ليږد راليږد تړونونو شمېر له اته سوو مليونو نه اوښتی دی.

د نومبر د يوولسمې نېټې په څليرويشتو ساعتو کې د علي بابا په نوم د چين د الکترونيکې سوداګرۍ مشهور شرکت د معاملو ارزښت يو سلو اته شپيته مليارډه او دوه سوه مليونه يوانو ته رسيده چې دا شمېر د تېرو کلونو د همدې نېټې په نسبت زيات دی. د معاملو عمومي ارزښت نوي سلنه برخه د ګرځنده تلېفونونو له لارې تر سره شوې او د دوه سوه پنځه ويشتو هېوادونو او سيمو کسانو پکې شيان اخيستی دي.په همدې ورځ د عليبابا ګروپ اجراييوي مشر جانګ يونګ وويل، چې دغه برياليتوب نه يوازې د انټرنيټي شبکې او واقعې سوداګرۍ ترمنځ د پيوستون نتيجه ده بلکې د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ پر ګډوالي هم تکيه کوي.

(( په يو سلو اته شپيته مليارډه او دوه سوه مليونه يوانو کې له څلوېښت سلنې نه زياته برخه له نړيوالو تجارتي مارکونو څخه راغلې ده. چيني مشتريان بهر ته سفر ته اړتيا نلري، د انټرنيټ له لارې د نړۍ ډېر ښه توليدات او خدمتونه تر لاسه کولی شي. بله خوا، د انټرنيټ له لارې مو د چين توليدات او مارکونه ټولې نړۍ ته رسولي دي. د سږ کال د نومبر په يوولسمه نېټه مو په لومړي ځل په بهر کې د سلو لويو چيني مارکونو د ننوتنې پلان پيل کړ، او دغه پلان د ټولو سوداګرو او مشتريانو هرکلی تر لاسه کړی دی. ))

د نومبر يوولسمه نېټه د شيانو اخيستلو په فيسټوال بدله شوې وه. د روان کال په همدې ورځ بهرني توليدات ډېر پلورل شوي. په (( تي مال )) انټرنيټي ډګر کې عموما د يو سلو څلوېښت زرو مارکونو توليدات پلورل کيږي چې له دې جملې څخه د بهرنيو مارکونو شمېر شپيته زره دی، مثلا د ال وې اېم اېچ (LVMH) او استي لاودير په شمول مشهور نړيوال مارکونه، د چيلي ګيلاسونه، د کانادا سمندري خوارکي مواد، د تايلنډ وريجې او داسې نور، دغو مارکونو د ياد فرصت په نيولو سره خپل توليدات چيني مشتريانو ته وړاندې کړي. نو ويل کيږي چې د نړيوال کېدو تمايل د معاملو ارزښت په زياتوالي کې مهم رول لوبولی. په دې اړه د اقتصاد څېړونکی لي شو فنګ وايي

(( نړيوال کېدل د وروستيو کلونو مصرفي تمايل دی. د بېلګې په توګه د تېر کال د نومبر په يوولسمه نېټه، د بهرنيو مارکونو شمېر په ټولو مارکونو کې يو پر څلورمه برخه نيولې وه، په دوه زره څوارلسم کال کې دغه انډول اتلس سلنه و، نو د سالم زياتوالي تمايل ليدل کيږي. د بهرنيو توليداتو د معاملو ارزښت هم زيات شوی دی. ))

جان برايټ د استراليا يو تاجر دی چې هغه د نړيوال کيدو ګټه اخيستونکی هم دی. هغه د علي پې Alipay په نوم د عليبابا د تاديې اې پي پي کارولی و. موده وشوه چې نومړی چين ته راغلی، پخپله يې په چين کې د نومبر په ۱۱مه نېټه د شيانو د اخيستلو فيسټوال توده فضا احساس کړه، هغه په چين کې د تجارتي فرصتونو د موندلو په هڅه کې دی.

(( زموږ د دخان کلا توليدات په استراليا کې تر ټولو لوړه درجه لري، او دخان کلا په استراليا کې ډېر د هرکلي وړ سيلانيز ځای هم دی. د نړۍ د بېلا بېلو سيمو سيلانيان لرو، خو د چيني سيلانيانو زياتوالی ډېر د حيرانتيا وړ دی. نو اړتيا لرو چې د چيني سيلانيو لپاره د تاديې لا ساده لاره برابر کړو، ((علي پې Alipay)) يوه ډېره ښه وسيله ده او زموږ مهم همکار ګرځيدلی دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای