CRI Online

شي جین پینګ په رسمي سفر لاوس ته ورسید

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 19:17:37
شي جین پینګ په رسمي سفر لاوس ته ورسید

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیتې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۳ نیټه وینتیان ته ورسید او د لاوس ولسي دېموکراتیک جمهوریت ته یی په خپل رسمي سفر پیل وکړ. پر ځایي وخت له غرمې نه وروسته په ۳ بجو ۵ دقیقو د شي جین پینګ ځانګړې الوتکه د وینتیان نړیوال هوايي ډګر ته ورسیده. شي جین پینګ په هوايي ډګر کې د لاوس د واکمن ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي، د مرکزي کمیټې د سکرتریت دایمي منشي او د دولت رئیس مرستیال پهنخام ویپهاوانح، د ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او په وینتیان کې د ګوندي کمیټې منشي او ښاروال سینلاونګ خوتپهایتهونی او د ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د صدراعظم مرستیال سونیسای سیپهاندونی د تود هرکلي سره مخامخ شو. د لاوس ځوانانو استازیو شي جین پینګ ته ګلان وړاندی کړل او تشریفاتي سرتیري د سرې غالۍ په دواړو غاړو ولاړ وو.

شي جین پینګ په هوايي ډګر کې په خپله کتبي وینا کې ویلي چې د چین د ګوند حکومت او خلکو په استازیتوب د ورور د لاوس ګوند حکومت او خلکو ته نیکې هیلې وړاندی کوم. شي جین پینګ ویتنام ته له خپل رسمي سفر نه وروسته لاوس ته رسیدلی دی.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای