CRI Online

د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې د ۳۱مې سرمشريزې غونډه په فليپين کې پرانيستل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 19:18:43

د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې يعني اسيان د سرمشريزې غونډه د نومبر په ۱۳مه نيټه د فليپين په پلازمېنه مانيلا کې په رسمې ډول پرانيستل شوه.

له دې غونډې وروسته به په مانيلا کې د ختيځې آسيا د همکارۍ په اړه يو لړ سرمشريزې غونډي تر سره شي چې د چين او اسيان دشلمې سرمشريزې غونډې، د اسيان او د چين، جاپان او جنوبي کوريا د شلمې سرمشريزې غونډې او د ختيځې اسيا د دوولسمې سرمشريزې غونډې په ګډون به نورې غونډې هم تر سره شي. بر سېره پر دې، د RCEP سرمشريزه غونډه به هم په دې ترڅ کې جوړه شي.

د اسيان ۱۰ هېوادونو مشرانو سربېره، د چين، امريکا، روسيې، جاپان، جنوبي کوريا، کاناډا، استراليا،نوي زيلاند او هند مشرانو او د م م سرمنشي هم په يو لړ اړوندو غونډو کې ګډون کړی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای