CRI Online

د عراق او ایران په ګډه پوله کې د زلزلې له امله د سرومال زیانونه رامنځته شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-13 21:11:34
د عراق او ایران په ګډه پوله کې د زلزلې له امله د سرومال زیانونه رامنځته شوي دي

د ایران د خبري رسنیو د خبر له مخې د ایران لویدیځ ته نږدی د عراق په شمالي برخه کې د روانې میاشتې په ۱۲ نیټه د سختې زلزلې له امله په ایران کې لږ ترلږه ۳۲۸ تنه مړه شوي.

د خبر له مخې د ایران په څه دپاسه لسو ولایتونو کې دغه زلزله احساس شوې وه چې یوازی په کرمن شاه ولایت کې څه دپاسه ۲۰ کلي سخت زیانمن شوي دي چې په نتیجه کې یې ۳۲۸ تنه مړه او ۴۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د جغرافیایي پلټنې ریاست د ویبسایټ د خبر له مخې پر ځايي وخت د روانې میاشتې د ۱۲ مې نیټې د شپې په ۹ بجو ۱۸ دقیقو د عراق په شمال د حلابجا د جنوب لویدیځ په ۳۲ کیلومترۍ د ۷.۲ درجې په کچه زلزله وشوه چې د زلزلې د مرکز ژورتیا تر ځمکې لاندی ۳۳.۹ کیلومتره وه.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای