CRI Online

د چين صدر اعظم لي که چيانګ د چين او اسيان د مشرانو په ۲۰مه غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 09:16:27

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدر اعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۳مې نيټې تر غرمې وروسته د فليپين د نړيوالو غونډو په مرکز کې د چين او اسيان (۱۰+۱) د مشرانو په ۲۰مه غونډه کې ګډون وکړ. د اسيان د لسو غړيو هېوادونو مشرانو په دغه غونډه کې برخه واخيستله، صدر اعظم لي که چيانګ او د فليپين ولسمشر دودريګو دوترټ په ګډه توګه د دغې غونډې مشري وکړه.

صدر اعظم لي که چيانګ څرګنده کړه چې سږ کال د اسيان د جوړېدو ۵۰م کال دی. چين د اسيان پر ستر پرمختګ خوښ دی او د دغې ټولنې پر ښې راتلونکې پوره باور لري. چين له دې څخه ټينګ ملاتړ کوي چې اسيان لا نور هم پياوړی شي، په سيمه ييزه همکاري کې مرکزي ځای ونيسي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې لا لوی رول ولوبوي. چين تل له اسيان سره د خپلو اړيکو پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي، د ښه ګاونډي، ملګري او همکار په توګه اسيان بولي او غواړي چې له اسيان سره ګډ پرمختګ وکړي او د برخليک ګډه ټولنه اباده کړي.

صدر اعظم لي که چيانګ د چين او اسيان ترمنځ د اړيکو پرمختګ په خاطر ۵ فقره ييز وړانديز وکړ:

لومړی، په ګډه توګه د چين او اسيان ترمنځ د اړيکو پرمختيايي نقشې جوړول. دوهم، د دې لپاره هڅول چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د اسيان له پرمختيايي ستراتيژۍ سره ونښلوي. درېيم، د امنيتي همکارۍ په برخه کې د دواړو خواوو همکارۍ پياوړتيا. څلورم، د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پراختيا. پنځم، د انساني تګ راتګ او کلتوري همکارۍ سويې لوړوالی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای