CRI Online

شي جين پينګ د لاوس د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او د دغه هېواد له دولت رئيس بونګنانګ وربچيت سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 09:18:48

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۳مه نيټه د لاوس په پلازمېنه وينتيان کې د دغه هېواد د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او دولت رئيس بونګنانګ وربچيت سره خبرې وکړې. دواړو خواوو د يو بل پرمختيايي لاسته راوړنو زياته ستاينه وکړه او له دې سره يې موافقه وکړه چې يو له بل څخه به زده کړه وکړي، د چين اصلاحات او ورخلاصون او د لاوس اصلاحاتي چارې به په پر له پسې توګه پرمخ بوزي، د ښو ګاونډيانو، ملګرو او همکارانو په توګه خپلمنځي اړيکو ته به پرمختګ ورکړي تر څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې نوې سويې ته لوړې کړي.

دواړو مشرانو يو بل ته د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس او د لاوس د ګوندي او دولتي چارو په اړه معلومات ورکړل.

شي جين پينګ د لاوس قدرداني وکړه چې تل د خپل هېواد د واقعيتونو له مخې پر خپلې ځانګړتيالرونکې سوسياليستي لارې ټينګار کوي او په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي. هغه باور وښود چې د لاوس خلک به حتماً د بونګنانګ وربچيت په مشرۍ د خلکو انقلابي ګوند تر ځواکمنې لارښوونې لاندې لا زياتې او سترې لاسته راوړنې ولري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای