CRI Online

د اروپايي ټولنې ۲۳ غړيو هېوادونو د دفاعي چارو په اړه د دايمي او جوړښتي همکارۍ تړون سره لاسليک کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 09:23:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې ۲۳ غړيو هېوادونو د خارجه وزيرانو او د دفاع وزيرانو د نومبر په ۱۳مه نيټه د دغې ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو شورا غونډې په ترڅ کې يو ائتلافي تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې دغه هېوادونه په دفاعي چارو کې سره دايمي او جوړښتي همکاري وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو شورا لخوا د خپرې شوې خبري پاڼې له مخې، د همکارۍ دغه چوکاټ موخه د بېلا بېلو غړيو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ ژورتيا ده. لاسليکوونکي هېوادونه به په ګډه توګه دفاعي چارو ته پرمختګ ورکړي، په دفاعي پروګرامونو کې به پانګونې وکړي او خپل پوځي توان به پياوړی کړي. په دغه تړون کې راغلي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه به د ټاکلي وخت لپاره د خپلې دفاعي بوديجې د زياتولو په اړه خپلې کړې ژمنې پوره کړي. هغه غړي هېوادونه چې لا تر اوسه دغه تړون نه دی لاسليک کړی، ژر به پکې شامل شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای