د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر پوتين د نومبر په ۱۳مه نېټه د روسيې په جنوب لوېديځ ښار سوچي کې وويل، چې اوس د روسيې او ترکيې ترمنځ اړيکې تقريباً اعاده شوې دي.
د نننۍ روسيې خبري اژانس د خبر له مخې، د پوتين په بلنه، د ترکيې ولسمشر رجيب تايب اردوغان په همدې ورځ د کاري سفر لپاره سوچي ته ورسېد.پوتين له اردوغان سره په کتنه کې وويل چې اوس ويلی شو چې د ترکيې او روسيې ترمنځ اړيکې اعاده شوې دي.
پوتين وويل، د دواړو هېوادونو سوداګريز حجم په ۲۰۱۶ کال کې له څرګند ټيټوالي وروسته، د سږکال په لومړيو اتو يا نهو مياشتو کې له يو پر دريمې برخې ډېر زياتوالی موندلی، او بل دا چې په همدې مودې کې روسيې او ترکيې د يو لړ سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په باب همکارۍ هم کړې دي.
اردوغان وويل، په سياسي، پوځي او سوداګريز ډګر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ورځ په ورځ پرمختګ مومي، د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ اړيکې هم زياتې شوې دي. له ليدنو سره سره د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي به د تليفون په وسيله هم اړيکې وساتي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |