CRI Online

د شکر ناروغۍ په برخه کې د چيني طب نړيواله لارښوونه خپره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 11:07:36

د شکر ناروغۍ په برخه کې د چيني طب د نړيوالې لارښوونې د خپرېدو غونډه د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۱۴مه نيټه د چين په جنوب شن جن ښار کې تر سره شوه. ياده لارښوونه د چيني طب د نړيوالې ټولنې لخوا د يو ډول ناروغۍ پر ضد لومړۍ نړيواله لارښوونه ده. د چين حکومت تر چوکاټ لاندې د چيني طب ادارې د تګلارو او قوانينو د څارنې څانګې مرستيال ښاغل يانګ ژونګ چنګ، د چيني طب د نړيوالې ټولنې سرمنشي ښاغلي سانګ بين شنګ، د شن جن ښار مرستيال ښاروال ښاغلي وو يي هوان، د معياري کېدو نړيوال سازمان د چيني طب تخنيکي کمېټې مرستيال ښاغلي شن يوان دونګ، د هانکانګ پوهنتون د چيني طب څانګې مرستيال ښاغلي شن جيان ګانګ او په امريکا کې د چيني طب ټولنې ښاغلي يانګ ګوان هو په شمول زياتو چارواکو او کارپوهانو په ياده غونډه کې ګډون وکړ.

د چين حکومت د چيني طب ادارې د تګلارو او قوانينو څارنې څانګې مرستيال ښاغلي يانګ ژونګ چنګ څرګنده کړه چې د چيني طب په اړه د نړيوالو معلوماتو تبادله، طبي فعاليتونه، د بااستعدادو کسانو روزل، علمي څېړنه او د اړوندو قوانينو جوړول ټول نړيوالو معيارونو ته اړتيا لري. چين د چيني طب د ټاټوبي په توګه نه يوازې بايد د چيني طب د معياري کېدو لپاره کوښښونه وکړي، بلکې د اړوندو نړيوالو معيارونو طرحه کوونکی دې هم وي څو چې د چيني طب د پرمختګ مشري وکړي.

( چيني طب نړيوالې ټولنې سرمنشي ښاغلي سانګ بين شنګ )

د چيني طب نړيوالې ټولنې سرمنشي ښاغلي سانګ بين شنګ په ياده غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې د چيني طب نړيواله ټولنه په ۲۰۰۳ کال کې جوړه شوه. تر دې وروسته دغه ټولنه تل د چيني طب د معياري کېدو په هڅه کې ده. تر اوسه پورې يې ۱۷ اړوند معيارونه خپاره کړي، خو د ځانګړې ناروغۍ پر ضد يې له دې مخکې هېڅ يوه نړيواله لارښوونه نه ده خپره کړې. نو موږ غواړو چې د قند ناروغۍ پر ضد د چيني طب د نړيوالې لارښوونې د خپرولو له لارې د چيني طب د نړيوالې لارښوونې د ټاکلو نوی موډل پيدا کړي. زموږ ټولنه به د ISO په نامه د نړيوالو معيارونو د ټاکلو قواعدو او د روغتيا نړيوال سازمان د چيني طب د نړيوالو لارښوونو په اړه د قوانينو له مخې د اړوندو نړيوالو لارښوونو د ټاکلو بهير بشپړ کړي. موږ هيله لرو چې تر خپرېدو وروسته په نړيواله ټولنه کې ياده لارښوونه پوره مروجه شي او د چيني طب په ورځني کار کې زيات وکارول شي.

(د يادې لارښوونې عمده طرحه کوونکي او د چين د چيني طب اکاډمۍ سر څېړونکي پروفيسر چوان شياو لين)

د يادې لارښوونې عمده طرحه کوونکي او د چين د چيني طب اکاډمۍ سر څېړونکي پروفيسر چوان شياو لين داسې معلومات ورکړل: د شکر ناروغي په ټوله نړۍ کې د اخته کېدو، مړ کېدو يا معيبېدو انډوال ډېر لوړ ښکاري چې د پاملرنې وړ يوه سخته ناروغي ده. چيني طب د شکر ناروغۍ د مخکني درملنې او عمومي کنټرول په برخو کې زيات تفونونه لري. دغه لارښوونه له نيمې پېړۍ راهيسې د شکر ناروغۍ پر ضد د چيني طب د ډاکترانو لخوا د راغونډو شويو تجربو يوه مجبوعه ده. زه هيله لرم چې د چيني طب د ډاکترانو د واقعي کار، د اړوندو قوانينو او قواعدو د ټاکلو، د چيني طب د نړيوالو معيارونو د جوړولو او حتی د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي او رغنده رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای