CRI Online

د ترکيې پر اتاتورک هوايي ډګر د ترهګريز بريد د قضيو سپيناوی کيږي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 13:19:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې په استانبول کې ځايي محکمې د نومبر په۱۳مه نېټه د هغو کسانو دقضيو سپيناوی پيل کړ، کومو چې د تېر کال په جون مياشت کې د ترکيې پر اتاتورک هوايي ډګر بريد کې لاس درلود.

د ترکيې اناتوليا اژانس خبر ورکړی، چې پر دغوکسانو تور لګيدلی، چې د ترکيې اساسي قانون تر پښو لاندې کړي، په بدنيت کسان ووژني، په ترهګريزو سازمانونو کې ګډون لري او خپله يې غوښتل، چې ترهګريز سازمان جوړ کړي.

که دا تورونه پر يادو کسانو ثابت شي، نو د بند سزا يې تر ۳۰۰۰ کالونو پورې کېدای شي.

د خبر له مخې، په تورنو کسانو کې د ترکيانو په ګډون روسيان، تونسان، مصريان، الجزايريان او سوريان هم شته چې څلور تنه تر دې دمه ورک دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای