د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۱۳مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې له پاريس تړون څخه د وتلو په اړه د امريکا دريځ نه بدلېږي که ولسمشر ترمپ د دغه تړون له مادو څخه د امريکايي سوداګرانو، کارګرو او ماليات ورکوونکو لپاره ګټور محتويات موندلی شي.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې امريکا لا هم د م م د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو په غونډه کې يو غړی دی او تر ياد چوکاټ او پاريس تړون لاندې روانو خبرو اترو ته به دوام ورکړي او د دغو خبرو اترو عدالت به تامين کړي او د امريکا اړوندې ګټې به وساتي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |