د سين هوا اژانس د خبر له مخې، يو نړيوال ټيم د نومبر په ۱۳مه نيټه يو رپوټ خپور کړ او اټکل يې وکړ چې د ۲۰۱۷ کال لپاره په ټوله نړۍ کې د کاربن دوه اکسايد د ايستنې اندازه ۲ سلنه زياته شي.
د کاربن نړيوال پلان په نامه د يو نړيوال غير حکومتي سازمان تر ترتيباتو لاندې دغه رپوټ د څو هېوادونو د څېړونکو لخوا په ګډه بشپړ شو. دوی اټکلوي چې د ۲۰۱۷ کال کې د انساني فعاليتونو له امله د کاربن دوه اکسايدو د ايستنې اندازه ښايي ۴۱ مليارډو ټنو ته ورسېږي. د څېړونکو په اند د کمياوي سون موادو کارولو او صنعتي فعاليتونو په ترڅ کې د کاربن دوه اکسايد ايستنې اندازه د ټولې نړۍ د عمومي اندازې په سلو کې کابو ۹۰ برخه نيسي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |