CRI Online

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اټکل له مخې د روان کال په څلورمه ربع کې به نړيواله سوداګري په مساعده توګه پرمختګ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 16:00:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختيايي ګراف په هکله تازه راپور خپور کړ چې د اټکل له مخې به د روان کال په څلورمه ربع کې لاهم نړيواله سوداګري په مساعده توګه پرمختګ وکړي.

د دې راپور له مخې د روان کال په څلورمه ربع کې د نړيوالې سوداګرۍ پرمختيايي ګراف ١٠٢.٢ دی چې دغه رقم د تېرې ربع په پرتله لږ څه ټيټ دی. ور څخه ښکاري چې که څه هم د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي سرعت لږ څه ورو شوی ،خو عمومی سوداګريزه اندازه به زياته شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای