د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران خبري رسنيو د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه خبر ور کړ چې د عراق او ايران ترمنځ په سرحدي سيمه کې د زلزلې له امله لږ تر لږه څلور سوه پنځه څلوېښت تنه ايرانيان وژل شوي او څه باندې اووه زره تنه نور ټپيان دي.
د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې دغې زلزې ګرمانشاه ولايت ډېر ځپلی دی، د دې ولايت يوه چارواکي د ايران له ولسمشر روحاني سره په تليفوني خبرو کې وويل چې د يادې زلزلې له امله د مړه شويو کسانو شمېر ښايي نور هم زيات شي.
د خبر له مخې دغه زلزله پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ١٢مې نيټې په شپه وشوه چې خلک ويده وو. له هغې وروسته يو سل نوي ځله د کوچنۍ زلزلې ټکانونه هم احساس شوي دي. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |