CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت هيله لري چې د خبرو اترو او مشورو له لارې د لرګينو تختو په هکله له امريکا سره د نظر توپير حل کړي 

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 16:14:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو ورځو کې د چيني لرګينو تختو د ارزانه خرڅلاو او د مرستندويه پيسو د ور کولو پرضد د پلټنې نتيجه خپره کړه.د چين د سوداګرۍ وزارت د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه په دې هکله سخته ناخوښي څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې امريکا د دواړو هېوادونو ګډې نظريې په جدي توګه پلي کړي او د خبرو اترو او مشورو له لارې د نظر توپير حل کړي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د پلټنې څانګې مشر وانګ هه جون وويل چې د امريکا نامعقوله کړنه او حکميت به امريکا ته د چيني لرګينو تختو د صادراتو مخنيوی وکړي او د چيني تصديو ګټو ته به زيانونه ورسوي .چين په دې هکله ناخوښي څرګندوي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای