CRI Online

د چين او امريکا د مشرانو په ملاقات کې تجارتي برياليتوبونه د دواړو هېوادونو لپاره ګټور دي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 17:20:07


د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير يو جيان هوا د نومبر په ۱۳مه نېټه وويل، چې د چين او امريکا د مشرانو په ملاقات کې تر لاسه شوي تجارتي برياليتوبونه د دواړو خواوو لپاره ګټور او برابر دي. د لاسليک شويو تجارتي تړونونو ارزښت تاريخي ريکاټ مات کړی، له دې څخه ښکاري چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاري د ډېرو خلکو د ګډې ارادې پر بنسټ ده او د دواړو هېوادونو د صنعتونو ملاتړ لري.

د امريکا ولسمشر ډوڼالد ټرمپ لومړی بهرنی مشر دی چې د چين کمونېست ګوند له نولسم ملي کانګرس وروسته يې چين ته سفر وکړ، دا د نړۍ د دوو تر ټولو لويو اقتصادي ځواکونو د مشرانو ترمنځ ملاقات دی چې تاريخي ارزښت لري. د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير يو جيان هوا له خبريالانو سره مرکه کې وويل، چې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ دغه کتنه کې د لاسليک شويو تجارتي تړونونو ارزښت پخوانی ريکاټ مات کړی، له دې څخه ښکاري چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاري‎ د ګډو ګټو بڼه لري.

(( د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ملاقات په ترڅ کې عموما څلور دېرش تړونونه او همکاريز موافقه ليکونه لاسليک شوي چې عمومي ارزښت يې دوه سوه دری پنځوس مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره دی. د بېلګې په توګه له السکا سره مو د انرژۍ همکاريز تړون لاسليک کړ، دغه تړون به له عملي کيدو وروسته د امريکا لپاره د اويا زرو تنو کاري دندې برابرې کړي او په چين کې به هر کال د کاربون دوه اکسايد د ايستنې اندازه اته سوه مليارډه ټنه کمه شي. ))

د ډېرو لاسليک شويو تجارتي تړونونو پرته، د چين او امريکا سياسي او سوداګريزو استازو په پراخو ساحو کې د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې او د پرانيستونکو برخو د زياتوالي په اړه يې زياتې ګډې نظريې تر لاسه کړې. يو جيان هوا وويل، چين له امريکا غوښتنه کړې چې د رښتينو تدبيرونو په نيولو سره چين ته د عالي تخنيک لرونکو توليداتو صادرات ازاد کړي، د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون په اړه د پروتوکول پنځلسم مسئوليت پلی کړي، پر چين د ۳۰۱ نمبر پلټنه بنده کړي، په امريکا کې د چيني تصديو د پانګونې لپاره عادلانه فضا برابره کړي، او د تجارتي مرستندويه تدبيرونو د غوره کولو په اړه محتاطه رويه ونيسي. په عين وخت کې چين د ورخلاصون د پياوړتيا ژمنه هم کړې ده.

(( د بانکدارۍ، اسهامو، صندوق، د عمر بيمو او د موټرونو ګمرکي مالياتو په شمول بازارونو ته د ننوتنې په برخه کې مو نوي تدبيرونه اعلان کړي. نو لاسته راوړنې يې غني دي او له دې څخه ښکاري چې دغه برياليتوبونه د دواړو خواوو لپاره ګټور او برابر دي، نه يوازې چين او امريکا ته بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته به هم ګټې ورسوي. ))

يو جيان هوا په همدې ورځ هغه خبر رد کړ چې د چين له خوا د وارداتو زياتوالی او د ورخلاصون پياوړتيا يوازې د چين لپاره ګټوره ده. هغه وويل، چې اوس نړيواله سوداګري د ګردې کرې د ارزښت تر ليکې لاندې تر سره کيږي، له وارداتي او صادراتي اندازې څخه د ارزښت په ليکه کې د بېلا بېلو هېوادونو مقامونه او ځانګړتياوې ښکاريږي، نو هغه خبره علمي نه ده چې واردات ښه او يا صادرات لا ښه دي. يو جيان هوا وويل، چې د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې راغلي چې د هراړخيز ورخلاصون نوې اوضاع بايد جوړه شي، بازارونو ته د ننوتنې بنديزونه به کم شي، دا د چين د پرمختګ او اصلاحات غوښتنه ده، يوازې د پرانيستې سيالۍ له لارې ځواکمن کېدای شی.

د راتلونکي په اړه يو جيان هوا وويل، دغه لاسليک شوي تړونونه د چين او امريکا ترمنځ د راتلونکې همکارۍ بنسټ دی.

(( هر کال د چين او امريکا ترمنځ د متقابلې پانګونې سوداګرۍ، د مالونو سوداګرۍ او د خدمتونو سوداګرۍ اندازه له اوه سوه پنځوس مليارډه امريکايي ډالرو څخه اوړي، په دومره لويه پيمانه دوه اړخيزه همکارۍ کې جنجالونه عادي دي، مهم ټکی دا دی چې موږ څرنګه په ښه توګه مسئلې حل کړو. موږ بايد د خبرو اترو له لارې دغه مسئلې حل کړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای