CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين له ويتنام او لاوس سره د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په اړه مهمو موافقو ته رسېدلي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 19:18:22

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندګنګ شوانګ د نومبر په ۱۴ مه نېټه په بېجينګ کې په دې اړه معلومات معرفی کړ چې ويتنام او لاوس ته د رئيس شي جين پينګ سفر په ترڅ کې چين له ويتنام او لاوس سره د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په اړه د مهمو موافقو ته رسيدلی دی.

ګنګ شوانګ وويل، ويتنام ته د رئيس شي جين پينګ د سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې او د دوه دهليزونو او يوې حلقې په ګډه جوړولو په اړه د همکارۍ ياددشت لاسليک کړی. په ګډه اعلاميه کې اشاره شوې چې، ويتنام غواړي له چين سره د د دواړو هيوادونو ترمنځ هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د پراختيا لپاره شرايط رامنځته کړي.

لاوس ته د رئيس شي جين پينګ د سفر په ترڅ کې د لاوس له مشرانو سره د يو کمربند او يوې لارې پشنيخاد او د لاوس له خوا د هغه ستراتيژی سره چې په ځمکه کې بند شوی هېواد په ځمکني وصلي هېواد بدل کړي، د تړلو په اړه هم موافقې ته رسيدلی دی.(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای