د روانې میاشتې په ۱۳ نیټه د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې څو پوځي پوستې د طالبانو له بریدونو سره مخامخ شوې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۲ تنه امنیتي سرتیري وژل او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت د پولیسو ویاند ضیا دوراني وویل چې د دغې میاشتې د ۱۳ نیټې د شپې په ۸ بجو شاوخوا ۱۵ پوځي پوستې او څو کلي د طالبانو له بریدونو سره مخامخ شوي دي چې یو ساعت یې دوام درلود.
دغه ویاند هم ویلي چې دغه بریدونه په روان کال کې د طالبانو ترټولو لوی ګډ عملیات دی. امنیتي سرتیرو طالبانو ته ماتی ورکړی چې په پایله کې یې ۴۵ تنه وسله وال کسان وژلي او ۳۵ تنه نور ټپیان کړي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |