د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۴ نیټه په وینتیان کې یو ځل بیا د لاوس د ولسي انقلابي ګوند د مرکزي کمیټې له عمومي منشي او د دولت رئیس له بونګنانګ وراچیتح سره وکتل.
شي جین پینګ د لاوس د تود هرکلي له امله مننه څرګنده کړه او خوشحاله شو چې د سفر په پاي کې یی له بونګنانګ سره د خدای په امانۍ خبرې وکړې.
شي جین پینګ پر دې ټینګار وکړ چې لاوس ته د هغه سفر ډیر بریالی دی چې د لاوس او چین ترمنځ هراړخیزې ستراتیژیکې همکارانه اړیکې یې یوې نوې سویې ته رسولی دي چې له دې څخه د دواړو هیوادونو ترمنځ دودیزه دوستي څرګنده شوی ده.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |