شي جین پینګ د لاوس له صدراعظم سره وکتل
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۴ نیټه د لاوس له صدراعظم تونګلون سیسولیس سره وکتل.
شي جین پینګ دې ته اشاره وکړه چې چین او لاوس ښه ګاونډی هیوادونه دي او د دواړو هیوادونو عنعنوي دوستي اوږد تاریخ لري.
تونګلون شي جین پینګ ته مبارکي وویله چې یو ځل بیا د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیتې د عمومي منشي په توګه ټاکل شوی او باور لري چې د شي جین پینګ په هسته د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیتې په مشرۍ به د چین خلک خامخا په نوی زمانه کې خپلې سترې ستراتیژیکې موخې پوره کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |