CRI Online

د چين صدر اعظم لي که چيانګ د چين ، جاپان ، د جنوبي کوريا او اسيان ترمنځ د مشرانو په شلمه غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 20:25:56

د چين صدر اعظم لي که چيانګ په ځايي وخت د نومبر د ۱۴مې نيټې په سهار د فليپين د نړيوالو غونډو په مرکز کې د چين، جاپان ، د جنوبي کوريا او اسيان(۱۰+۳) تر منځ د مشرانو په ۲۰مه غونډه کې ګډون وکړ. د اسيان ۱۰ هېوادونو مشرانو او د جاپان صدراعظم شينزو ابې،د جنوبي کوريا ولسمشر مون جي اين هم په دې غونډه کې ګډون وکړ. د فليپين ولسمشر رودريګو دوتريټ د دغې غونډې مشري وکړه.

لی که چيانګ وويل، له ۲۰ کلونو راهيسې د دې همکارۍ ميکانيزم پرمختګ دوام کړي او د همکارۍ برخو پراخوالی کړی او په اسيايي سيمه کې يو ډير بشپړ جوړښت او ترټولو سترې لاسته راوړنې سره د همکارۍ ميکانيزم جوړ شوي، چې د ختيځې اسيا په سيمه کې يې د سولې ، ثبات او پرمختيا لپاره خدمت کړی دی.

د دې غونډې ګډون والو مشرانو د ۱۰+۳ همکارۍ د سيمه ييزې اقتصادي ټولنې د پرمختګ لپاره مهم اهميت او لاس ته روړنه ده او دوی هرکلی کوي چې چين د ۱۰+۳ همکارۍ د پرمختيا لپاره وړانديزونه کړي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای