CRI Online

شي جین پینګ د لاوس د پارلمان له رئیسې پاني یاسوتو سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-11-14 20:42:05

شي جین پینګ د لاوس د پارلمان له رئیسې پاني یاسوتو سره ملاقات وکړ

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۴ مه نیټه د لاوس د غونډې په ملي مرکز کې د دغه هیواد د پارلمان له رئیسې پاني یاسوتو سره ملاقات وکړ.

شي جین پینګ پر دې ټینګار وکړ چې چین او لاوس یو شان سیاسي میکانیزم، ورته اراده او نیت، وصلي برخلیک او راتلونکي ، پراخې ګډې ګټې او د همکاریو ستر پټ قوت لري. چین له لاوس سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له لاوس سره یو ځای د دوامدار ثبات، ښه ګاونډيبوب، متقابل باور او هراړخیزې همکارۍ د اصولو سره سم د ښه ګاونډي ښه دوست ښه ملګري او ښه همکار د روحیې له مخې په نوې زمانه کې د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو په موخه د دغه سفر په ترڅ کې د چین او لاوس د مشرانو ترمنځ ترلاسه شوي موافقې پلي کړي او د ستراتیژیک ارزښت له لحاظه د چین او لاوس د برخلیک جامعه جوړه کړي.

پاني عمومي منشي او د دولت رئیس شي جین پینګ ته ښه راغلاست وویل چې د چین د کمونېست ګوند له ۱۹ م ملي کانګرس وروسته لومړی لاوس ته سفر کوي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای