CRI Online

لي که چيانګ د ختيځې اسيا په ۱۲مه سرمشريزه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 09:30:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماسپښين د فليپين د نړيوالو غونډو په مرکز کې د ختيځې اسيا په ۱۲مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د لسو غړيو هېوادونو مشرانو، د جنوبي کوريا ولسمشر، د روسيې صدراعظم، د جاپان صدراعظم، د هند صدراعظم، د استراليا صدراعظم، د نوي زيلنډ صدراعظم او د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم په کې ګډون وکړ. د فليپين ولسمشر روډريګو ډوټيرټ د دغې غونډې مشري وکړه.

صدارعظم لي که چيانګ په دغه غونډه کې وويل، چې د ختيځې اسيا سرمشريزې غونډې په تېرو دوولسو کلونو کې تل د سيمه ييز پرمختګ د پياوړتيا او د امنيت او ثبات د ساتلو لپاره کوښښونه کړي دي او د دې سيمې د هېوادونو او نورو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو يوه مهمه صحنه ګرځېدلې ده. بېلا بېلې خواوې بايد د مشرانو تر لارښوونې لاندې د ستراتيژيک فورم په حيث د دغې غونډې پر رول او د مرکزيت په توګه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې پر مقام ټينګار وکړي، بايد د اقتصادي پرمختګ او سياسي امنيت په دواړو ساحو کې د ښو همکاريو د نژدې کېدو لپاره هڅې وکړي. چين غواړي د راتلونکيو همکاريو په هکله شپږ فقيره ييز وړانديز وړاندی کړي.

لومړي، د دې سيمې د يو لاس کېدو بهير دې پياوړی شي. دوهم، پر له پسې پرمختګ دې پياوړی شي. درېيم، ټولنيز پرمختګ دې پياوړی شي. څلورم، د غير دوديز امنيت په ساحه کې د ګواښونو د ليرې کولو لپاره دې ګډ کوښښونه وشي. پنځم، د امنيت په اړه مفکورې دې نوې شي. شپږم، د امنيت سيمه ييز جوړښت دې بشپړ شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای